اقتصادمهم خبرونه

په کابل کې د ۲۰۲۶ د انکشافي چوکاټ ناسته د ملګرو ملتونو په ګډون ترسره شوه

د طالبانو د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو د انکشافي چوکاټ د همغږۍ ناسته د نړيوالو ادارو د استازو په ګډون په کابل کې ترسره شوې ده. دغه ناسته د دې وزارت د سرپرست دین‌محمد حنیف په مشرۍ ترسره شوه، او پکې د بهرنيو چارو وزارت، یوناما، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو دفترونو مشران او د اروپایي اتحادیې استازي ګډون کړی وو.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هېواد اقتصادي وضعیت، انکشافي لومړيتوبونه او موجودې ننګونې وڅېړل شوې. د اقتصاد وزير د اوسني حالت په اړه راپور وړاندې کړی، د نړيوالو ادارو له همکاريو مننه يې کړې او پر دوامداره تعامل یې ټینګار کړی دی.

اقتصاد وزارت ويلي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې له جدي اقتصادي، ټولنيزو او اقلیمي ستونزو سره مخامخ وو. د ګاونډيو هېوادونو له خوا د دوه ميليونو څخه د زياتو افغان مهاجرینو جبري اخراج، د بندیزونو دوام، د اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او د بشري مرستو ښکته کېدل هغه عوامل بلل شوي چې د خلکو پر ژوند، په ځانګړي ډول د زیان منونکو قشرونو پر اقتصادي حالت، مستقیم اغېز کړی دی.

سره له دې حالاتو، د طالبانو اداره ادعا کوي چې د اقتصادي تګلارو او د ملاتړیو پروژو په پلي کولو سره يې نسبي ثبات ساتلی دی. د مالي مدیریت پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د خصوصي سکتور ملاتړ، د صادراتو پراختیا او د کورنیو عوایدو ډېروالی هغه اقدامات دي چې چارواکي یې د تېر کال په پرتله د اقتصاد د نښو نښانو د ښه کېدو لامل بولي. خو خپلواکې ادارې تر اوسه د دې ودې د کچې په اړه دقیق او د باور وړ شمېرې نه دي خپرې کړې.

اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو رول د خلکو د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم بللی دی. د اقلیمي بدلونونو پایلو ته رسېدنه، د مهاجرينو او راستنېدونکو ستونزې، د خوړو خوندیتوب او د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول هغه برخې دي چې بشردوستانه مرستې په کې اړینې بلل شوې دي.

د دې وزارت د شمېرې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نړيوالې ټولنې بېلابېلو برخو ته شاوخوا یو میلیارد او نُه میلیونه ډالره ځانګړې کړې چې له هغې څخه ۵۹۰ میلیون ډالره د پروژو پر پلي کولو لګېدلي دي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې يواځې ۳۶ سلنه د ۲.۴ میلیاردو ډالرو اړتیا پوره شوې او د مرستو کچه د تېر کال په نسبت کمه شوې ده.

اقتصاد وزارت ټینګار کړی چې د دوامدار اقتصادي ثبات ترلاسه کول د ځان بسیا او له نړيوالې ټولنې سره د رغنده همکارۍ غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د اوږدمهاله انکشافي ستراتيژۍ د جوړولو خبره کوي، کارپوهان باور لري چې تر څو د وړاندوينې وړ سیاسي فضا، د اساسي حقونو ضمانت او د نړيوال باور جلب نه شي، د پایداره ودې ترلاسه کول به له جدي ننګونو سره مخ وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button