فائو د رمضان په ورځو کې په افغانستان کې د خوړو ملاتړ ته د دوام ژمنه وکړه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (فائو) ويلي چې د مبارک رمضان د مياشتې له پيل سره هممهاله، دا اداره له هغو افغانانو سره ولاړه ده چې د خوړو او تغذيې له کړکېچونو سره مخ دي، او خپل ملاتړ به دوامدار وساتي.
فائو په يوې څرګندونې کې ټينګار کړی چې دا بنسټ د افغانستان د کرنې او خوراکي نظامونو د پياوړتيا ملاتړ ته ژمن دی، هغه برخې چې د کورنيو د خوړو د تأمين او د کورنيو توليداتو د ثبات بنسټ جوړوي. دغه اداره زياتوي چې د کليوالو خلکو د ژوند د ښه کېدو هڅه يې په افغانستان کې د لومړيتوبونو له ډلې ده.
د دې اعلام له مخې، د بزګرانو ملاتړ، د کرنيزو توليداتو پراختيا او د خوړو د سرچينو سم مديريت کولی شي د خوراکي موادو د دوامداره توليد او د تغذيې د حالت د ښه والي لامل شي. د افغانستان کرنيزه برخه د کليوال اقتصاد اصلي ستن ګڼل کېږي او د نفوس ډېره برخه د عايد لپاره پرې تکيه لري.
فائو همدارنګه ټينګار کړی چې د سيمهييزو ټولنو د پياوړتيا او د کورنيو توليداتي ظرفيتونو د زياتولو له لارې د يو روښانه راتلونکي د رامنځته کولو هڅه کوي — يو هدف چې د اوسني اقتصادي او بشري بحران په شرايطو کې لا زيات ارزښت لري.




