د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل لارې له لارې سوداګریز انتقالونه بېساري زیات شوي

د ایران د رېل پټلۍ ریاست اعلان کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل لارې له لارې د سوداګریزو انتقالونو اندازه بېساري زیاته شوې او دا لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو سوداګریزو مسیرونو له ډلې شوې ده. د دې ادارې عمومي رییس جبارعلي ذاکري دغه مسیر «زرین» بللی او ویلي یې دي چې د انتقالاتو ظرفیت په پراخېدو دی.
د ده په وینا، د ایران یوه برخه صادرات چې افغانستان ته لیږدول کېږي، د رېل له لارې ترسره کېږي او په کې د ودانیزو موادو، فولادو او اوسپنې توکي شامل دي. همدارنګه د متحده عربي اماراتو، کویټ او روسیې د نفتو محصولات هم د ایران له لارې افغانستان ته ترانزیت کېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د روانې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۹۴ زره ټنه مالونه د رېل لارې له لارې انتقال شوي او اټکل کېږي چې دا شمېر به راتلونکې میاشت ۱۲۰ زره ټنو ته لوړ شي. د یادې ادارې مسوولین موخه لري چې په درېو تر څلورو میاشتو کې د میاشتني انتقال اندازه ۲۰۰ زره ټنو ته ورسوي.
د ایران د رېل پټلۍ رییس زیاته کړې چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان په خاوره کې د «روزنک» او «رباط پریان» تمځایونو د پراختیا کارونه روان دي. د دې پروژې د تطبیق مسوولیت یوې ایراني کمپنۍ ته سپارل شوی تر څو د دې لارې د انتقال او ترانزیت ظرفیت لا زیات پیاوړی شي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ د سیمې د مهمو ترانزیتي لارو له ډلې ګرځېدلې او د دې لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولای شي د افغانستان د سوداګرۍ پر بهیر او د سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې اغېزمن وي.




