اقتصادمهم خبرونه

د پنجشېر د بازارک شاروالۍ عواید ۳۳ سلنه زیات شوي

د پنجشېر ولایت د بازارک شاروالۍ ریاست وايي، د دې ادارې عواید د روان کال په پرتله له تېر کال سره ۳۳ سلنه زیات شوي دي. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، یادې ادارې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې د تېر کال ټولیز عواید ۱۲ میلیونه افغانۍ راپور شوي وو.

رحمت‌الله محمدي، د بازارک شاروال، ویلي چې دا عواید له بېلابېلو سرچینو ترلاسه شوي دي. د ده په وینا، د دولتي ادارو او استوګنیزو کورونو صفايي، د هټیو صنفي جوازونه، د املاکو کرایه او نورې مالي سرچینې د دې ادارې د عوایدو اصلي برخې جوړوي.

د بازارک د شاروال په وینا، د عوایدو د زیاتوالي اصلي عوامل د عوایدو د راټولولو بهیر قانونمندول او شفافیت، د مقرراتو پلي کولو کې قاطعیت، د عایداتي سرچینو پراختیا – په ځانګړي ډول د صفايي او صنفي جوازونو په برخه کې – دقیق نظارت او د مالي مدیریت ښه والی بلل کېږي. هغه سیمه‌ییز اقتصادي فعالیتونه هم د عوایدو په لوړوالي اغېزمن بللي دي.

محمدي ټینګار کړی چې د مؤثر مدیریت او دوامدار څار له لارې د عوایدو د راټولولو بهیر ښه شوی او دا کار د شاروالۍ د مالي بنسټ پیاوړتیا او د ښاري چارو د پرمخ وړلو لپاره مهم رول لوبولی دی.

د ده په وینا، د راټول شوو عوایدو یوه برخه د بازارک ښار د پرمختیایي پروژو په پلي کولو کې مصرفېږي او هڅې روانې دي چې په بېلابېلو برخو کې ښاري خدمتونه لا ښه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button