د طالبانو مشر د کندهار د علماوو په غونډه کې د اطاعت او یووالي غوښتنه وکړه

د طالبانو د ادارې مشر شیخ هبتالله اخندزاده د کندهار ولایت د ولسوالیو له علماوو سره په یوې غونډه کې د یووالي، اطاعت او د علماوو د رول پر اهمیت ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي دي خلک باید یو بل ته د یووالي او همغږۍ بلنه ورکړي او د ده په وینا «نظام د علماوو په مرسته جوړېږي او د علماوو په لاس ړنګېږي.»
په دې غونډه کې د کندهار والي، د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رئیس، د افغاني سره میاشت عمومي رئیس، د سترې محکمې مرستیال نظامي قاضي، د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د سترې محکمې قضایي مرستیال او یو شمېر نور علما او د طالبانو د ادارې مسئولین حاضر وو.
د طالبانو مشر په خپلو ویناوو کې له علماوو وغوښتل چې د هغه په وینا د «جاهلیت رواجونه» له منځه یوسي، له غفلت څخه ډډه وکړي او د دنیا د مقام او رتبو پسې نه وي.
د دغو څرګندونو په وخت کې دا هم یاده شوې چې د طالبانو د ادارې پرېکړې په ټولنیزو او تعلیمي برخو کې په وروستیو کلونو کې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ دي. سره له دې چې پر علماوو د ټولنې د اصلاح لپاره ټینګار کېږي، منتقدان وایي چې د اتباعو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو لګېدلي محدودیتونه لا هم دوام لري او د طالبانو د ادارې له لوري د جدي بیاکتنې او روڼ وضاحت اړتیا ده.




