د ډیجیټلي اپلیکېشن کارونه د افغانستان د میندو د مړینې په کمولو کې مرسته کړې ده

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) ویلي، د «سیف ډیلیوري اپ» له خوا د قابلو له لوري د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې کارول، د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د دې ادارې په وینا، دغه ډیجیټلي وسیله اوس د عاجلو ولادت پاملرنو د وړاندې کولو لپاره په لږو امکاناتو لرونکو سیمو کې یوه بنسټیزه منبع ګرځېدلې ده.
د سهشنبې، د سلواغې ۲۸مې نېټې د خپاره شوي راپور له مخې، دغه اپلیکېشن له هغه وروسته چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د دری ژبې بڼه وړاندې شوه، پراخه کارونه موندلې ده. دغه برنامه د کلینیکي لارښوونو، مرحلېپرمرحلې زدهکړنیزو ویدیوګانو او متقابلو سرچینو له لارې روغتیایي کارکوونکو ته مرسته کوي، څو آن په ابتدایي شرایطو کې میندو ته خوندي روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق زیاتوي، لا هم په افغانستان کې ډېر شمېر ښځې په کورونو یا کوچنیو سیمهییزو کلینیکونو کې زیږون کوي، چیرې چې روغتیایي امکانات محدود دي. په داسې وضعیت کې سمدستي او معیاري لارښوونو ته لاسرسی کولی شي د خطرناکو عوارضو او د میندو او ماشومانو د مړینې په مخنیوي کې حیاتي رول ولوبوي.
په عین حال کې، د افغانستان په ډېرو کلیوالو سیمو کې امیندواره ښځې پر مجهزو درملنې مرکزونو او ښځینه ډاکټرانو باندې لاسرسی نه لري او اړ دي چې د روغتیایي خدمتونو تر لاسه کولو لپاره اوږدې او ځینې وخت خطرناکې لارې ووهي. د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت او د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د کار او زدهکړې محدودیتونه هم د میندو د روغتیایي خدماتو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي؛ هغه موضوع چې نړیوالو ادارو څو ځل پر عاجلې رسیدګۍ ورته ټینګار کړی دی.




