دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

د افغانستان د ملاریا د پروګرام د بیاکتنې ماموریت د روغتيا نړيوال سازمان له‌خوا بشپړ شو

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د افغانستان د ملي ملاريا ضد پروګرام د ارزونې ماموريت يې د کورنيو روغتيايي شريکانو په همکارۍ بشپړ کړی دی. د دغه ارزونې موخه دا ښودل شوې چې د هېواد په کچه د رو‌به زياتېدونکو ملاريا پېښو د کمولو لپاره هڅې پياوړې شي.

د ياد سازمان په وينا، دا ارزونه د مخنيوي او درملنې د پروګرامونو د تطبيق وضعيت څېړي او ټينګار کوي چې د روغتيايي ادارو ترمنځ همغږي ښه شي او د خلکو لاسرسی د تشخيص او درملنې خدماتو ته زيات شي.

ملاريا په افغانستان کې له ساري او موسمي ناروغيو څخه ګڼل کېږي چې هر کال په ځينو ولايتونو، په ځانګړي ډول په تودو سيمو کې، زياتېږي. د روغتيا کارپوهان وايي، د دې ناروغۍ مخنيوي ته د عامه پوهاوي، د وقايې وسايلو وېش او د دوامداره روغتيايي خدمتونو لاسرسي ته اړتيا ده.

په وروستيو کلونو کې د افغانستان روغتيايي نظام له جدي ستونزو لکه د بودجې او امکاناتو کمښت سره مخ شوی دی. تمه کېږي چې د طالبانو اداره د نړيوالو روغتيايي ادارو د کار زمينه برابره کړي او د روغتيايي جوړښتونو په پياوړتيا سره د دې ناروغۍ له لا زيات خپرېدو مخنيوی وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button