د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

اترا د اته نوو مخابراتي سایټونو د جوړېدو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) له افغان بېسیم او افغان تیلی‌کام شرکتونو سره د اته نوو مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی. د دې اقدام موخه په هېواد کې د لرې پرتو او وروسته پاتې سیمو د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو پراخوالی بلل شوی دی. دغه پروژې د اترا له پرمختیايي بودجې څخه تمویلېږي.

د ورکړل شویو جزئیاتو له مخې، افغان بېسیم به اووه سایټونه په ارزګان، هلمند، بلخ، پکتیکا او غور ولایتونو کې جوړ کړي. همدارنګه، یو بل سایټ به افغان تیلی‌کام د کندز ولایت د دشت‌ارچي ولسوالۍ کې جوړ کړي.

د اترا مسوولین وايي، د «امن او ثبات فضا» له شتون څخه په ګټې اخیستنې سره، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا بهیر په ټول هېواد کې ګړندی شوی او د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو د بنسټیزو مخابراتي خدمتونو لاسرسی به ښه شي. خو د ځینو ولایتونو اوسېدونکو تر دې وړاندې د شبکې د آنتن کمزورۍ، د انټرنټ ټیټې چټکتیا او د شبکې پرله‌پسې پرې کېدو شکایت کړی وو؛ موضوع چې د طالبانو د ادارې او مخابراتي شرکتونو له لوري جدي څارنې او روڼ ځواب‌ګویۍ ته اړتیا لري.

اترا وایي، ملي پروژه «دسترسي» چې د ټول هېواد په کچه د ۵۳۰ مخابراتي سایټونو د جوړېدو طرحه ده، لا هم روانه ده. تر دې دمه د دې پروګرام له مخې له ۳۰۰ څخه ډېر سایټونه بشپړ او فعال شوي دي. د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهان ټینګار کوي چې د دوامداره پانګونې، زیربناوو د ساتنې او د ټولو وګړو لپاره د انټرنټ د مساوي لاسرسي تضمین، د دوامدار پرمختګ بنسټيز شرطونه دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button