امنیت او پېښېمهم خبرونه

د غزني په کابل-کندهار لاره کې د بار وړونکي او مسافر وړونکي بس ټکر پنځه کسان وژلي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د یو بار وړونکي موټر او یو مسافر وړونکي بس د ټکر له امله په کابل–کندهار لویه لاره کې پنځه تنه مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د آب‌ بند ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا تصادم هغه وخت رامنځته شو چې یو بار وړونکی موټر له مسافر وړونکي بس سره په دې له ګڼ ترافیکه لارې ټکر شو. د پېښې ټپي د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

چارواکو د دې پېښې علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطۍ او غیرمسؤولانه چلند بللی دی. د کابل–کندهار لویه لاره د هېواد له مهمو ترانزیټي لارو ګڼل کېږي، چې هر کال ورته ورته د ترافیکي پېښو شاهد وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button