د ایران د مشر څرګندونې په عربي رسنیو کې پراخې غوږ نیول شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر څرګندونې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګواښونو سره د غبرګون په توګه وې، په پراخه توګه د عربي رسنیو له خوا خپرې او د سیمې له مهمو خبرونو څخه شوې. ډېرو دغو رسنیو د هغه د خبرو پر هغو برخو تمرکز وکړ چې د ایران د پوځي بازدارندګۍ وړتیا او د پخوا فشارونو بېپایلې پاتې کېدو ته یې اشاره کړې وه.
لبناني رسنیو لکه «النشره» او «العهد» د دغې وینا ځینې برخې په ځانګړې توګه وستایلې او هغه څرګندونې یې خپرې کړې چې پکې د امریکا د الوتکموړ وړونکو بېړیو د پرمختللو وسلو پر وړاندې زیانپذیري یادونه شوې وه. دا رسنۍ د ایران د مشر مستقیم پیغام ته هم چې د امریکا ولسمشر ته یې استولی و، ځانګړې پاملرنه وکړه.
د «المیادین» او «المنار» شبکو هم د دغو څرګندونو د خپراوي پر مهال دوه اساسي ټکي روښانه کړل: لومړی، د هر ډول پوځي اقدام د پایلو په اړه خبرداری، او دوهم، دا ټینګار چې د تېرو څو لسیزو د امریکا پالیسۍ د ایران پر وړاندې بېنتیجه پاتې شوې دي. په د دغو شبکو راپورونو کې د ایران د مشر له قوله ویل شوي چې فشار او ګواښونه دا هېواد نه شي اړ ایستلی چې له خپلو دریځونو واوړي.
په عراق کې هم رسنیو لکه «شفق نیوز»، «بغداد الیوم» او «خبرگزاری عراق» دا څرګندونې د خپلو سرخبرونو برخه وګرځولې. ځینو دغو رسنیو د ایران د مشر د هغو څرګندونو یادونه وکړه چې د احتمالي خبرواترو په تړاو وې، او پکې د مخکې له مخکې ټاکل شویو پایلو تپل «غیرمنطقي» بلل شوي وو.
همدارنګه، د «العربي» تلویزیون او ورځپاڼې «العربي الجدید» د معنا لرونکو سرلیکونو په ټاکلو سره د دغو څرګندونو پر بازدارنده پیغامونو تمرکز وکړ. په یمن کې هم «المسیره» شبکه او د «سبأ» خبري آژانس دغه څرګندونې د تهران د دفاعي وړتیا پر ټینګار تعبیر کړې.
په ټوله کې، د عربي رسنیو د راپورونو کتنه ښيي چې درې ټکي تر ټولو زیات مطرح شوي دي: د ایران پر پوځي وړتیا ټینګار، د امریکا د پخوانیو فشارونو ناکامي یادول، او دا څرګندونه چې پوځي ګواښ د اختلافونو د حل لاره نه شي کېدای.




