اقتصادمهم خبرونه
په پنجشیر کې له اووه زره قیراطه ډېر زمرد کورنیو سوداګرو ته پلورل شوي

د پنجشیر د معادن او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې ۷٬۵۱۳ قیراط تازه ایستل شوي زمرد له یاد ولایت څخه پلورل شوي دي. د سیمهییزو چارواکو په وینا، د دې زمردو پلور له ۶.۷ میلیون افغانیو څخه ډېر عاید راوړي دي.
محمد قاسم امیري، د پنجشیر د معادن او پټرولیم رئیس، رسنیو ته ویلي چې دغه زمردونه کورنیو سوداګرو ته پلورل شوي دي. نوموړي د پلور د څرنګوالي او د ترسره کېدو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
پنجشیر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د زمردو کانونه یې له پخوا شهرت لري، او له دغو سیمو څخه ایستل شوي قیمتي ډبرې معمولاً په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې په لوړ ارزښت سره راکړه ورکړه کېږي.




