مهم خبرونهنړیوال

انصارالله د باب‌المندب تنګي تړلو ګواښ کړی

د یمن د انصارالله حکومت د صدراعظم سلاکار حمید عبدالقادر عنتر خبرداری ورکړی چې که پر دغه هېواد نوې یرغل وشي، نو ستراتیژيکه باب‌المندب تنګي به وتړي، او د اسرائیل ملاتړي هېوادونه به له اورین غبرګون سره مخ شي.

عنتر دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ له سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې کړې دي. نوموړي ویلي، د یمن غبرګون به یوازې د دې هېواد په خاوره محدود نه وي، بلکې د امریکا ګټې به هم له خطر سره مخ کړي، په ځانګړې توګه د سره سمندر په سیمه کې، او د عربي هېوادونو تېل تولیدوونکي تاسیسات، په تېره د سعودي عربستان د ارامکو شرکت.

د ده په وینا، د یمن اړګونډیز غبرګون داسې طرح شوی چې د لویدیځو هېوادونو پر لور د تېلو صادراتو لړۍ ګډوډه کړي.

د انصارالله د حکومت دغه سلاکار ټینګار وکړ چې دا تقابل د حق او باطل تر منځ اساسي جګړه ګڼل کېږي، او زیاته یې کړه چې د یمن ولس به تر هغه وخته قناعت ونه کړي چې بریا یې نه وي ترلاسه کړې.

هغه همداراز له جګړې سره د مبارزې لپاره د یمن دننه د سیاسي او پوځي چمتووالي د زیاتوالي خبر ورکړ.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د سره سمندر او د باب‌المندب تنګي په شاوخوا کې تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی. دا تنګي د نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو صادراتو لپاره یو حیاتي مسیر ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button