د پاکستان او روسيې خبرې؛ په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنې

د پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، محمد صادق، ويلي چې هغه د روسيې له سفير البرت خورف سره د افغانستان په خاوره کې د مېشتو ترهګريزو ډلو د ګواښونو او د سيمې د امنيتي بدلونونو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي زياته کړې چې د ترهګرۍ فرامرزي موضوع او د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان امنيتي وضعيت د دې ليدنې اصلي محور و.
صادق د سې شنبې په ورځ، د دلو ۲۸مه، په خپل ايکس (پخواني ټويټر) پاڼه ليکلي چې دواړو لورو د ګډو علاقو او امنيتي اندېښنو په اړه خبرې کړې دي. د ده په وينا، د دغو اندېښنو د حل لپاره ديپلوماتيکې هڅې هم د بحث يوه څانګه وه.
پاکستان په تېرو کلونو کې څو ځله په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) د شتون او فعاليت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د اسلاماباد چارواکي ټينګار کوي چې دغه ډله د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر امنيت بريد کوي. خو د طالبانو اداره تل دا ادعا رد کړې، خو پر سرحدي سيمو دوامدارې حملې د دواړو لوريو ترمنځ تاوتريخوالی زيات کړی دی.
د پاکستان ځانګړي استازي تېرې ورځې هم د استراليا له لوړ کمېشنر سره په اسلاماباد کې د فرامرزي ترهګرۍ په اړه خبرې کړې وې. د دغو مشورو دوام دا څرګندوي چې د افغانستان د وسلهوالو ډلو فعاليتونه لا هم د سيمې په کچه يوه مهمه اندېښنه ده، او له طالبانو تمه کېږي چې د دغو ګواښونو په وړاندې ځوابورک واوسي.
افغانستان په تېرو کلونو کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د حضور له امله د سيمهييزو امنيتي بحثونو يوه اصلي موضوع پاتې شوې ده، او دا مسئله نه يوازې د دغه هېواد کورنی ثبات اغېزمن کړی، بلکې له ګاونډيانو سره يې اړیکې هم تر اغېز لاندې راوستۍ دي.




