اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له درملو واردوونکو سره د احتکار او بیو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال له هغو شرکتونو وغوښتل چې درمل او طبي وسایل واردوي، له احتکار او د بیو د غیرقانوني زیاتوالي څخه ډډه وکړي او د لوړ کیفیت درملو د واردولو لپاره له معتبره شرکتونو سره په ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو کې قراردادونه وکړي.

په خبرپاڼه کې چې د دې وزارت له‌خوا خپره شوې، حمدالله زاهد د طبي وسایلو د واردوونکو اتحادیې له مسوولینو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې سوداګر باید د لوړ کیفیت لرونکي درمل په مناسب نرخ افغانستان ته وارد کړي، څو د خلکو د روغتیایي خدمتونو لاسرسی له ستونزو سره مخ نه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې درمل پلورونکو او واردوونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د بېلابېلو نومونو او پلمو لاندې له احتکار او د درملو د بیو له زیاتولو ډډه وکړي. د طالبانو اداره وایي، که سرغړونه وشي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د افغانستان د درملو بازار په وروستیو کلونو کې له بیو د بدلونونو او د ځینو توکو د کیفیت د اندېښنو سره مخامخ شوی دی. د خلکو د اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره، د درملو هر ډول بیه‌لوړېدل کولی شي د کورنیو لپاره روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لا ستونزمن کړي — هغه موضوع چې د مسوولو ادارو له‌خوا روڼ او مؤثر څارنې ته اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button