امنیت او پېښېمهم خبرونه

په ناروې کې يو افغان د بل افغان د قتل په تور ونيول شو

د ناروې رسنيو راپور ورکړی چې يو افغان تبعه د محمد طارق وزيري په نوم د يو ۲۸ کلن افغان د قتل په تور د برګن په ښار کې نيول شوی دی. دا پېښه د تېرې يکشنبې ماښام د قرباني د کور مخې ته رامنځته شوې ده.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، محمد طارق وزيري د پېښې پر مهال له خپلې مېرمنې سره د خپل کور مخې ته و، چې پرې بريد وشو. د راپورونو پر بنسټ، د هغه مېرمن ټپي شوې خو محمد طارق د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ناروې پوليسو ويلي، د دې قتل د انګېزې او د قرباني او نيول شوي کس ترمنځ د اړيکې د څرنګوالي د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. د امنيتي چارواکو په وينا، تر اوسه د پېښې د انګېزې يا د شکمن د مخينې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

د رسنيو د راپور له مخې، شکمن شخص د قتل تور رد کړی دی. خو اړوندې محکمې امر کړی چې نوموړی به د تحقيقاتو تر بشپړېدو، لږ تر لږه څلور اوونۍ د پوليسو په توقيف کې پاتې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button