د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

په هرات کې د برېښنايي کاري جوازونو وېش پيل شو

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست اعلان کړی چې په دې ولایت کې د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره د برېښنايي کاري جوازونو د وېش بهیر پيل شوی دی. چارواکي وايي، له دې سیستم سره به غوښتونکي وکولای شي خپلې غوښتنې په آنلاین بڼه ثبت او د جواز د ارزونې او صادرېدو ټول پړاوونه په ډیجیټلي ډول تعقیب کړي.

د دې ادارې رئیس حافظ میرزامحمد ابومنصور ویلي، د دغه بهیر د پيل هدف د اداري خدمتونو ساده کول، د حضوري مراجعو کمول، د ګڼه ګوڼې مخنیوی او د دوسیو د څېړنې چټکول دي. د ده په وینا، دا ګام د دولتي خدمتونو د لا زیات شفافیت لپاره هم اخیستل شوی دی.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، غوښتونکي کولی شي له دې وروسته خپل شخصي معلومات په سیستم کې ثبت کړي، اړینې اسناد پورته کړي، د خپلې غوښتنې حالت تعقیب کړي او وروستۍ نتیجه په آنلاین ډول ترلاسه کړي. چارواکي ټینګار کوي چې دا سیستم د جواز صادرولو لړۍ معیاري او ګړندۍ کړې ده.

دغه بهیر په داسې حال کې پيلېږي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو تر ادارې لاندې ادارو کې د خدمتونو ډیجیټلي کېدو اړتیا زیاته شوې او ګڼو وګړو د اداري چارو له پېچلتیا، سستۍ او د شفافیت له نشتوالي شکایتونه کړي دي. کارپوهان باور لري چې د دا ډول پروګرامونو بریالیتوب به د انټرنېټ پراخ لاسرسي، مؤثر نظارت او د مسؤلو ادارو ځواب ویلو پورې تړلی وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button