په لغمان او کندز کې ۴۵۰ مسلکي فارغانو ته د کار وسايل او نغدي مرستې وېشل شوې

د لغمان او کندز ولايتونو چارواکي وايي چې په ګډه د مسلکي زدهکړو ۴۵۰ فارغانو ته د کار وسايل او نغدي مرستې وېشل شوې دي. دا پروګرامونه د ټيټ عايد لرونکو کورنيو د اقتصاد د پياوړتيا په موخه پلي شوي دي.
د لغمان د اقتصاد رياست د نشراتو مسوول خليلالرحمن صديقي وويل، ۴۰۰ کسانو د شپږ مياشتني روزنيز پروګرام له بشپړېدو وروسته د کار اړين وسايل تر لاسه کړل. د ده په وينا، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو ادارې له لوري برابره شوې او ارزښت يې دوه ميليونه او اته سوه زره افغانۍ دی.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، هر يو تن ته د ګنډلو ماشين، استری، قيچي، د ګاز ډبې، مېز او نور اړين توکي ورکړل شوي، څو فارغان وکولای شي له خپلې فراغت وروسته د کور يا د اوسېدو په سيمه کې کوچنۍ اقتصادي چارې پيل کړي.
په يوه بله خبر پاڼه کې، د سره مياشت زون شمالشرق د کندز مرستون آمريت ويلي چې ۵۰ بېوزله ښځې د پنځو مياشتو مسلکي زدهکړو له دورې فارغې شوې دي. د دې رياست آمر مولوي عبيدالله زبير وويل، دې ښځو ته په مالدارۍ، بیکدوزۍ او د ميوو په وچولو کې زدهکړې ورکړل شوې دي.
د ده په وينا، د دې پروګرام موخه د اړو کورنيو اقتصادي پياوړتيا ده. همدارنګه، هرې يوې فارغې ته به ۴۶۵۰۰ افغانۍ په دوو قسطونو کې ورکړل شي.
اقتصادي څېړونکي ټينګار کوي چې د دغسې پروګرامونو دوام او د کورنيو توليداتو لپاره د بازار زمينه برابرول کولی شي د ټيټ عايد لرونکو کورنيو د عوايدو په دوامدار ثبات کې مهم رول ولوبوي. خو په دې باور دي چې يوازې موقتي مرستې د بېروزګارۍ او فقر پراخې ستونزې په بنسټيز ډول نه شي حل کولی.




