امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کهسان ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۰ کورونه نړیدلي دي

د هرات د طبيعي پېښو د مبارزې رياست ويلي، د سختو سېلابونو له امله په کهسان ولسوالۍ کې ۲۰ استوګنيزې ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې او څو نور کورونه هم زيانمن شوي دي.

عبدالغني کامل، د دې ادارې رئيس، ويلي چې پېښه د انسانانو مرګ‌ژوبله نه ده لرلې، خو د سيمې اوسېدونکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

د نوموړي په وينا، له استوګنيزو کورونو سره سره له ۳۰ زيات د اوبو څاګانې هم د سېلابونو له امله له منځه تللي، چې دا کار کولی شي د کورنيو د څښاک اوبو ته د لاسرسي ستونزه رامنځته کړي.

د هرات د طبيعي پېښو د مبارزې رياست زياته کړې چې د څو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ اغېزمنو کورنيو ته بېړنۍ مرستې وېشل شوې دي. کهسان د هرات له پولو ولسواليو څخه ده چې د بارانونو په موسم کې يې ځينې سيمې د سېلاب له ګواښ سره مخ کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button