په کندز کې د درې ورځني کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو

په کندز ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ او د يوې خصوصي کمپنۍ په نوښت د درې ورځني کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې ۴۰ غرفې د ښځو لاسي صنايعو، کرنيزو محصولاتو او نورو کورنيو توليداتو د نندارې لپاره ځانګړې شوې دي.
د نندارتون يوتن ترسره کوونکي ويلي، د دغه نندارتون موخه دا ده چې کورني توليدات د هېوادوالو سره وپېژندل شي. د هغه په وينا، دا برنامه هڅه کوي چې د سوداګرو او خصوصي سکتور لپاره د بازارموندنې زمينه برابره کړي ترڅو کورني توليدات زيات په بازار کې وړاندې شي.
يو شمېر صنعتکاران او پلورونکي چې په دغه نندارتون کې ګډون کړی، د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د خپلو کاروبارونو د ودې لپاره ښه فرصت بولي.
په همدې حال کې، يو شمېر ګډونوال له خلکو غوښتنه کوي چې د وارداتي توکو پر ځای له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي. د ګډونوالو له ډلې زياريتګل ويلي، د کورنيو توليداتو کارول کولای شي د هېواد اقتصاد ودې او د صنعتکارانو پياوړتيا ته لار هواره کړي.
د نندارتون مسؤلين او ګډونوال ټينګار کوي چې د دا ډول پروګرامونو دوام به د لاسي صنايعو په وده او د صنعتکارانو اقتصادي حالت په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي؛ هغه ولايت چې اوسېدونکي يې په وروستيو کلونو کې له پام وړ اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.




