د افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراخېدو له امله د معلوماتو د خونديتوب اندېښنې

په افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې له پراخېدو سره، یو شمېر د هېواد اوسېدونکي د دې پدیدې له احتمالي خطرونو، په ځانګړې توګه د شخصي معلوماتو د خونديتوب په برخه کې، اندېښنه څرګندوي. دا ټېکنالوژي په تېرو میاشتو کې په یو شمېر ادارو او سازمانونو کې د کار د چټکتیا او موثریت د ډېرولو لپاره کارول شوې او د خلکو پراخه پاملرنه یې هم جلب کړې ده.
د ټېکنالوژۍ کارپوهان د مصنوعي ځیرکتیا ګټې تائيدوي، خو پر مسئولانه او محدود استعمال یې ټینګار کوي. د ټېکنالوژۍ کارپوه محمد عزیز رستګاری وايي، دا ټېکنالوژي د دقت، د معلوماتو د چټک پروسس، د اسانه لاسرسي، د طبي درملنو په برخه کې د مرستې او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي له پلوه د پام وړ وړتیاوې لري؛ خو که روښانه چوکاټ ونه لري، نو ستونزې راولاړولی شي.
په ورته وخت کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې که له مصنوعي ځیرکتیا څخه په مؤثر او مثبت ډول ګټه واخیستل شي، کولای شي د ټولنې په بېلابېلو برخو کې مهم رول ولوبوي. د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزی ویلي چې د یادې ټېکنالوژۍ د پراختیا هڅې د ځانګړو چوکاټونو او تر څارنې لاندې روانې دي.
خو د دغو چوکاټونو او د څار میکانېزمونو جزئیات لا تر اوسه خلکو ته په شفاف ډول نه دي شریک شوي، هغه موضوع چې یو شمېر شنونکي یې د لا زیات وضاحت او ځوابوېنې اړتيا بولي. د وزارت د ویاند په وینا، د ډیجیټلي زیربناوو د محدودیتونو او د مسلکي کارکوونکو د کموالي له امله، د مصنوعي ځیرکتیا د ودې بهیر په تدریجي ډول او په ځانګړو برخو کې پرمخ بیول کېږي.
تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو د مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال ته خبرداری ورکړی او د دې ټېکنالوژۍ د قانونمند او مسئولانه کارونې اړتیا یې یاده کړې وه. دغه خبرداری د افغانستان د تخنیکي زیربناوو د حالت او د قوانینو د نشتوالي په رڼا کې لا زیات اهمیت مومي.




