په کندهار کې د چرګانو د بچیو تولید له پاکستان سره د تجارتي لارو تر تړل کېدو وروسته ۴۲ سلنه زیات شوی

د کندهار چارواکي وايي چې د پاکستان سره د تجارتي لارو له تړل کېدو وروسته، په دې ولایت کې د چرګانو د بچیو تولید ۴۲ سلنه زیات شوی دی. د دوی په وینا، اوس مهال په کندهار کې څلور فعال فابریکې شته چې هره میاشت شاوخوا دوه میلیونه بچي بازار ته وړاندې کوي.
د یوې د چرګانو د بچیو د تولید فارم مسوول د تولید د زیاتوالي په اړه وویل چې د فعالیتونو د پراختیا لپاره لا ډېرو ملاتړونو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، که اړین شرایط برابر شي، کولای شي د تولید کچه نوره هم لوړه شي او د هېواد دننه د دې برخې اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.
د دغو فارمونو کارکوونکي هم د نوو کاري فرصتونو له رامنځته کېدو خوښي څرګندوي او وايي چې دا ډول د کار زمینه برابره شوې چې د هېواد ډېرو اوسېدونکو ته د کار فرصتونه پیدا شوي او کورني تولیدات پیاوړي شوي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې که اوسنی بهیر دوام وکړي، دا ولایت به په راتلونکو دریو کلونو کې د بچیو د تولید په برخه کې ځان بسیا شي. د دې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، چې له تېر کال راهیسې د تولید کچه په څرګنده توګه لوړه شوې او تمه ده دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
چارواکي زیاتوي چې د بچیو له فابریکو سربېره، شاوخوا ۱۲۰۰ فعال فارمونه چې د مرغانو د روزنې او د هګیو د تولید برخه کې فعالیت کوي، د دامان، ارغنداب، ژړۍ، خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې فعالیت لري. د دغو فارمونو تولیدات نه یوازې د هېواد جنوبي سیمو اړتیاوې پوره کوي، بلکې نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.




