اقتصادمهم خبرونه

بلخ او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو د ازبکستان له چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ساتنې او پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې ناسته کې د افغانستان سوداګرو د ویزې د صدور ستونزو ته د رسېدو او د راکړې ورکړې په بهیر کې د ځینو حقوقي ننګونو د لېرې کولو غوښتنه وکړه.

د ناستې ګډونوالو وویل چې د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا او د حقوقي خنډونو حل کولی شي د سوداګریزو تبادلو بهیر چټک او د دواړو غاړو د پانګونې د پراختیا زمینه برابره کړي. هغوی ټینګار وکړ چې ګډې خبرې اترې باید د اوسنیو ستونزو د حل لپاره دوام ومومي.

د ازبکستان سرقونسل په بلخ کې د راولاړو شوو اندېښنو په اړه وویل، هڅې روانې دي څو خنډونه راکم او د سوداګریزو همکاریو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. نوموړي د بلخ او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې د سیمې د مهمو سوداګریزو لارو څخه یوه وبلله او د هغې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button