اقتصادمهم خبرونه

په بلخ کې د اته ميليونه ډالرو په ارزښت د مالګې معاصر فابريکه پرانيستل شوه

د بلخ ځایي چارواکو ويلي، يوې شخصي پانګونې په وسيله د اته ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يوه عصري د مالګې توليد فابريکه په مزارشريف ښار، د بلخ ولايت په مرکز کې، پرانيستل شوې ده.

د طالبانو د ادارې محلي مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه فابريکه د کورنيو توليداتو د زياتوالي او د صنعت د پياوړتيا په هدف جوړه شوې ده او تمه کېږي چې د بازار د اړتيا وړ مالګې په تأمين کې مهم رول ولوبوي.

چارواکي زياتوي، په وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې صنعتي فعاليتونه پراخ شوي او هڅې روانې دي څو د توليدي فابريکو د جوړولو او پراختيا لپاره لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي.

خو يو شمېر اقتصادي فعالان ټينګار کوي چې د پانګونې لپاره د خوندي او باثباته چاپېريال برابرول، د پروسو شفافيت او د خصوصي سکتور عملي ملاتړ هغه بنسټيز عوامل دي چې د دا ډول پروژو په دوام او پراخېدو کې مهم رول لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button