په ايران کې تر يو پر څلور ډېر د افغان مهاجرو کورنۍ ښځې اداره کوي

د ايران چارواکو ويلي چې له شاوخوا شپږ ميليونو افغان مهاجرو څخه چې دا مهال په ايران کې ژوند کوي، تر يو پر څلور ډېرې کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېږي. د دوی په وينا، دا حالت هم افغان مهاجرو ښځو او هم د ميزبان ټولنې لپاره پراخې ټولنيزې ستونزې رامنځته کړې دي.
نادر ياراحمدي، د ايران د کورنيو چارو وزارت د اتباعو او بهرنيو مهاجرو د چارو رئيس، د ايکو سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې وويل، چې سيمهييز اقتصادي فشارونه د مهاجرت اصلي عوامل دي؛ خو د افغانستان په قضيه کې ناامني او جګړه د دې بهير د پېل اصلي لاملونه وو، او اقتصادي ستونزو دا لړۍ جاري ساتلې ده.
هغه څرګنده کړه چې ګڼ شمېر افغان مهاجرې ښځې له ستونزمنو حالاتو سره مخ دي، ځکه چې د کورنۍ نارينه يا مهاجر شوي یا کار کولو توان نه لري، نو ښځو د کور سرپرستي پر غاړه اخستې ده. د ياراحمدي په وينا، دغه وضعيت نه يوازې د دغو ښځو بلکې د کوربه هېواد ټولنيز او اقتصادي نظامونو ته هم ننګونې پيدا کړي دي.
ياراحمدي وويل، له روان ميلادي کال راهيسې تر اوسه تر يو ميليون او ۴۵۰ زرو زيات افغان مهاجر له ايران څخه وتلي دي. سره له دې، لا هم ګڼ شمېر ناقانونه مهاجر په ايران کې شتون لري، چې هغه د وتلو وړ وګڼل. نوموړي زياته کړه، ايران تېر کال هوډ کړی و چې د افغان مهاجرو له شپږ ميليوني شمېرې نيمايي برخه وساتي او د پاتې مهاجرتونو بهير ته به بيا وروسته منظم تسلسل ورکړي.
د ايراني چارواکو د ارزونو له مخې، دا مهال له ۴.۵ ميليونو زيات افغان مهاجر په ايران کې ژوند کوي. د افغانستان د ناامنيو او له پاکستان سره د پولو د ستونزو له امله، زيات شمېر افغانان په تګ راتګ بوخت پاتې شوي او يو شمېر نور هم په ناقانونه ډول ايران ته داخل شوي.
دغه ايراني مسئول دا هم وويل چې ډېری ښځې چې له ايران ووتې، د کورنيو په چوکاټ کې وې؛ خو د بېسرپرسته کورنيو پاتې شويو ښځو پاته کېدل د دوی د خوښې له مخې وو، ځکه چې زوراوې شړل د ايران له تګلارو سره سمون نه لري. خو ياراحمدي وويل چې په وروستي مهاجرتي موج کې تر ډيره نارينه يا بشپړې کورنۍ له ايران وتلي دي.
په افغانستان سره د مهاجرت مسلو د ګډ مديريت په اړه، ياراحمدي وويل چې د طالبانو له خوا د ناقانونه مهاجرتونو د مخنيوي لپاره هېڅ عملي تضمين نه دی وړاندې شوی. هغه د افغانستان په ختيزو سيمو کې د طالبانو د همکارۍ کموالی وغانده او خبرداری يې ورکړ، تر څو چې د سيمې اقتصادي نابرابرۍ حل نشي، د مهاجرتونو مخنيوی به ستونزمن وي.
دا څرګندونې د ايکو سازمان د غړو هېوادونو د همکاريو د پیاوړتيا د ناستې په ترڅ کې شوي دي؛ چيرته چې چارواکي هيله لري چې اقتصادي همغږي د مهاجرت بحران د مديريت سره مرسته وکړی شي، خو تر څو چې د افغانستان سياسي او اقتصادي وضعيت باثباته نشي، تمه نه کېږي چې دا هڅې ژر نتيجې ورکړي.




