ټولنه‌یزمهم خبرونه

په هرات کې د «شنې کیدو» بهیر؛ سږکال ۵۰ زره نیالګي کښېنول کېږي

د هرات محلي چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په ترڅ کې به په دې ولایت کې ۵۰ زره نیالګي په بېلابېلو سیمو کې کښېنول شي. د دوی په وینا، دا پروګرام د شنو ساحو د پراختیا، د هوا د ککړتیا د کمولو او د ښار د بڼې د ښه والي لپاره پیل شوی دی.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د ونو کښېنول به د هرات د نښلوونکو لویو لارو دواړو غاړو ته، د موجودو شنو ساحو بیا احیا او د ښار په شاوخوا سیمو کې د پارکونو جوړول د دې طرحې له اصلي برخو څخه دي. هرات د هېواد له لویو او ګڼ مېشتو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ښاري پراختیا له امله د شنو ساحو له کمښت سره مخ شوی دی.

په همدې حال کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین وايي، تېر کال په کچه د هېواد شاوخوا ۱۷ میلیونه نیالګي کښېنول شوي وو. دوی ټینګار کړی چې په روان کال کې به د شنو ساحو د پراختیا هڅې نوره هم زیاتې شي.

دغه اداره له ملي ادارو، نړیوالو سازمانونو او خصوصي سکتور څخه غوښتنه کړې چې د نیالګیو د کښت او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. د چاپېریال د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د دا ډول پروګرامونو بریا یوازې په نیالګیو کښېنولو نه بلکې په دوامدارې پاملرنې، د اوبو په برابرولو او د شنو ساحو په سمه اداره پورې تړلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button