د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او ازبکستان د سوداګرۍ د پراختيا او ګمرکي ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي چې نورالدين عزيزي، د صنعت او سوداګرۍ وزير، له ارکينجون تورديموف، د ازبکستان د سيردريا ولايت له والي سره د سوداګريزو راکړو ورکړو د زياتوالي، د صادراتو د پراختيا او د ګمرکي اسانتياوو د رامنځته کېدو په اړه ليدنه او خبرې کړې دي. په دې غونډه کې دواړو لورو همدارنګه د ګډ تجارتي فورم د جوړېدو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.
د دي وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا ليدنه نن له غرمې وروسته د ازبکستان د يو هيئت په حضور کې په کابل کې ترسره شوه. عزيزي د غونډې په پيل کې د دواړو هېوادونو اړيکو ته اشاره وکړه او وې ويل چې د طالبانو اداره د اقتصادي همکاریو پراختيا غواړي، په ځانګړې توګه د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ.
د صنعت او سوداګرۍ وزير په دوام کې د افغانستان د سوداګرۍ حالت له سيمهييزو هېوادونو سره تشريح کړ او د سمنټو، کيمياوي سرو، درملو او اړتيا وړ نورو توکو د وارداتو يادونه وکړه. نوموړي همدارنګه د ازبکستان له سوداګرو وغوښتل چې د پانګونې فرصتونو او همکاریو د ارزونې لپاره افغانستان ته سفر وکړي او د خصوصي سکتور له استازو سره وګوري.
عزيزي د روان کال د پنبې د حاصلاتو په اړه وويل چې د افغانستان پنبه ښه کيفيت لري او د هغې صادرات ازبکستان ته مناسب انتخاب دی. د هغه په وينا، د کرنيزو محصولاتو د صادراتو پراختيا کولای شي د ازبکستان د بازار د يو شمېر اړتياوو پوره کولو کې مرسته وکړي.
په دې غونډه کې همدارنګه د سيردريا ولايت کې د يو نړيوال تجارتي فورم د جوړېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د اسانتيا لپاره د ګمرکي ستونزو د حل موضوعات وڅېړل شول. د افغانستان سوداګر په وروستيو کلونو کې څو څو ځله د ګمرکي ننګونو او ترانزيتي محدوديتونو په اړه شکايت کړی دی؛ هغه مسایل چې که حل نه شي، کېدای شي د سيمهييزو راکړو ورکړو د ودې مخه ونيسي.
د سيردريا والي هم په دې ليدنه کې د ولايت د صنعتي ظرفيتونو او توليداتي فابريکو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ازبکستان سوداګر د افغانستان د تازه مېوو، په ځانګړي ډول انارو او پنبې تخم، د واردولو لېوالتيا لري. د ازبکستاني هيئت په ترکيب کې د سيردريا ولايت ۳۰ تنه سوداګر شامل وو.
افغانستان او ازبکستان، د ګډې پولې او جغرافيايي موقعيت له امله، يو بل ته مهم تجارتي شريکان ګڼل کېږي، او د اقتصادي همکاریو پراختيا کولای شي د دواړو هېوادونو په بازارونو او دندې فرصتونو مثبت اغېز ولري.




