امنیت او پېښېمهم خبرونه
په نورستان کې د واورې ښوېدنې دوه قربانیان موندل شوي

د نورستان ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي، د هغو دوو کسانو جسدونه چې څو ورځې مخکې د واما کور ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د واورې ښوېدنې له امله تر واورو لاندې پاتې شوي وو، نن وموندل شول او د هغوی کورنیو ته وسپارل شول.
فریدون صمیم، د طالبانو تر ادارې لاندې د نورستان د والي ویاند ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ژر د لټون عملیات پیل شول. د نوموړي په وینا، د سختې یخنۍ او پرلپسې واورې ورېدو له امله په دې غرني سیمه کې د لټون بهیر له لویو ستونزو سره مخ و.
نورستان د افغانستان له هغو غرنیو او یخو ولایتونو څخه دی چې په ژمي کې د درنو واورو اورښت او پرلهپسې واورې ښوېدنې پکې رامنځته کېږي. د دغو سیمو اوسېدونکي هر کال له طبیعي پېښو سره د خطرونو او زیانونو مخامخ کېږي.




