د کاپيسا پخوانی ښاروال د تماس له کمېسيون له لارې هېواد ته راستون شوی

د افغانستان له شخصيتونو سره د تماس کمېسيون ويلي چې عزيزالرحمن افضلۍ، د کاپيسا ولايت پخوانی ښاروال، د امريکا د متحده ايالاتو له استوګنې وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی دی. د ياد کمېسيون د معلوماتو له مخې، د نوموړي د بېرته راتګ بهير د دې ادارې د رسمي ميکانيزم له لارې تر سره شوی دی.
د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ، ښاغلی افضلۍ د يادو کمېسيونونو په همغږۍ افغانستان ته راغلی او د پخوانيو چارواکو په څېر يې د «مصونيت کارت» ترلاسه کړی دی. د طالبانو اداره تر دې مخکې ويلي و چې هغو چارواکو او کارکوونکو ته چې هېواد ته بېرته راګرځي، د امنيت ضمانت ورکوي.
دغه کمېسيون په تېرو مياشتو کې هم د يو شمېر پخوانيو مسئولينو او د پخواني نظام اړوند څېرو د بېرته راتګ خبر ورکړی و. خو د دغو ضمانتونو د شرايطو او د بېرته راګرځېدلو کسانو د مصونيت د څارنې د څرنګوالي دقيق جزئيات تر اوسه هر چا ته په روښانه توګه نه دي وړاندې شوي – يو موضوع چې د کورنيو او څارونکو د اندېښنې او پوښتنو وړ پاتې ده.




