له هراته ۲۴ ټنه بېکیفیته قیر بېرته ترکمنستان ته لېږل شوی

د طالبانو تر ادارې لاندې د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړی چې د ۲۴.۵۳ ټنه قیر یو محموله یې د تخنیکي ارزونو وروسته د ټیټې کیفیت له امله د هرات ولایت د تورغندي بندر له لارې بېرته ترکمنستان ته استولې ده. د یادې ادارې په وینا، دې محمولې ته د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په یوې خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ، د دلوې په ۲۷مه خپره شوې، راغلي چې دا محموله د کیفیت تثبیت او کنټرول په بهیر کې تخنیکي ارزونه شوې او د اړینو معیارونو د نه پوره کېدو له امله رد شوې ده. تورغندي بندر د هېواد په لوېديځ کې یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي، له همدې لارې د ترکمنستان له خوا د هېواد یو مهم شمېر واردات ترسره کېږي.
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د وارداتي توکو د ارزونې بهیر به په ټولو بندرونو کې «شفاف، منظم او قاطع» روان وي او غیرمعیاري او بېکیفیته توکو ته به د داخلېدو اجازه ورنهکړي. خو یاده اداره د ازموینو ډول، تخنیکي معیارونو او د واردونکي د احتمالي لګښتونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي؛ موضوع چې تل د ځینو سوداګرو د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.
دغه اداره له سوداګرو او واردوونکو هم غوښتي چې د توکو له واردولو مخکې، د کورنیو ټاکل شوو معیارونو رعایت وکړي او د سالم بازار په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د ساختماني موادو د کیفیت تضمین، په ځانګړي ډول د قیر چې په سړک جوړونه کې پراخ کارېږي، د هېواد له مهمو اقتصادي او بنسټیزو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.




