په قزاقستان کې د منځنۍ آسیا استازو د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه وشوه

د افغانستان د چارو لپاره د منځنۍ آسیا د ځانګړو استازو د سیمهییز تماس ډلې بیړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د بحث اصلي موضوع د افغانستان روان وضعیت او د کابل سره د عملي تعامل لارې چارې وې.
ګډونوالو د افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ترانزیټي دهلېزونو د ودې او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې. د سیمې امنیت او د افغانستان د بدلونونو اغېزې پر ګاونډیو هېوادونو د دې غونډې مهمه برخه جوړوله.
د منځنۍ آسیا هېوادونه په داسې حال کې د کابل سره پر عملي تعامل ټینګار کوي چې د طالبانو اداره تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا نه ده پېژندل شوې. سره له دې، د افغانستان ځینې ګاونډیان هڅه کوي د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو له لارې په سیمه کې نسبي ثبات ټینګ کړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او دایمي پرمختګ د ملاتړ لپاره به خپلې همغږي او منظمې سلا مشورې ته دوام ورکوي. دوی یادونه وکړه چې د دې هدف پلي کېدل د حسابورکونکي حکومت جوړښت او په ټول هېواد کې د امنیت تأمین پورې تړلی دی.




