مهم خبرونهنړیوال

د حشد الشعبي ځواکونو په الانبار کې د داعش څلور پټې زېرمې له منځه یووړې

د عراق د حشد الشعبي ځواکونو په لوېديځ الانبار ولايت کې د يوې امنيتي عمليات په ترڅ کې د داعش ډلې څلور زېرزمينۍ پټې زېرمې موندلې او ويجاړې کړې دي. د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې ويلي چې دغه عمليات د دقيقو استخباراتي معلوماتو تر ترلاسه کېدو وروسته ترسره شوی دی.

د سرچينې په وينا، دغه پټې زېرمې د الانبار په بېاباني سيمو کې موقعيت درلود او د داعش عناصرو له خوا د پټېدو او بريدونو د همغږۍ لپاره کارېدې. د حشد الشعبي ځواکونو عمليات په ناڅاپي ډول ترسره کړل.

د دغو تونلونو د تلاښۍ پر مهال يو شمېر وسلې او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي. امنيتي چارواکو د دغو وسايلو د ډول په اړه نور جزئيات نه‌دي خپاره کړي.

الانبار ولايت د کلونو راهيسې د داعش ډلې د فعاليت له سيمو څخه ګڼل کېږي. د عراق امنيتي ځواکونه په دوامدار ډول عمليات ترسره کوي تر څو د دې ډلې د هستې بيا جوړېدو مخه ونيسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button