اقتصادمهم خبرونه

د افغان ښځو د کار هڅې؛ د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ملاتړ دوام لري

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ویلي، د افغانستان ښځې لا هم په بېلابېلو برخو کې د کار او د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره هڅې کوي. د دې پروګرام او د هغه د شریکانو په ملاتړ، یو شمېر ښځو توانېدلي دي چې کوچني کاروبارونه پیل کړي.

دغه اداره زیاتوي، یو شمېر ښځینه متشبثینو د ملاتړ پروګرامونو له لارې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي او خپلې اقتصادي چارې یې پراخې کړي دي. شابیتا، چې په هرات ولایت کې یوه متشبثه ښځه ده، د هغو له ډلې ده چې د دې ملاتړونو په مرسته یې خپل کاروبار پراخ کړی او نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور پراخې محدودیتونه لګېدلي دي. دغو محدودیتونو د ښځو د کار بازار ته لاسرسی په جدي ډول راکم کړی او پراخې کورنۍ او نړیوالې اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

سره له دغو ننګونو، د ښارونو او ولسوالیو ګڼ شمېر ښځې هڅه کوي د شونېو لارو له مخې عواید ترلاسه کړي او په کورنیو او ټولنه کې خپل اقتصادي رول وساتي. نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د ښځو د متشبثیت ملاتړ کولای شي د بېوزلۍ په کمېدو او د هېواد په اقتصادي ثبات کې مرسته وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button