د امریکا د پولو چارواکي د مهاجرتي قوانينو له بدلون سره مخالفت وکړ

تام هومن، چې د دونالد ټرمپ د حکومت پر مهال د امريکا د پولو چارو مسئول دی، د دموکرات قانون جوړوونکو له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ چې د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې د قوانينو د اصلاح غوښتنه کوي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دې هېواد د پولو پوليسو پر کړنو نيوکې زياتې شوې دي.
د رويټرز د راپور له مخې، دموکراتان د امریکا د کورني امنيت وزارت بوديجې تصويب د مهاجرتي پالیسیو او د قوانينو د تطبيق د طريقو له بدلون سره مشروط کړی دی. دا اختلافات په داسې حال کې دوام لري چې د کورني امنيت د بوديجې پر سر د ګوندي بنبست لا هم دوام لري.
له دې وړاندې د اسوشيتډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د نورو فدرالي ادارو د بوديجې تر تصويب وروسته، د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې د بوديجې وضعيت نامعلوم پاتې شوی او د دې ادارې د تړل کېدو امکان شته.
حکيم جفريز، د استازو جرګې د دموکراتانو مشر، خبرداری ورکړی چې تر هغو به د کورني امنيت وزارت لپاره هېڅ موقتي بوديجه ونه مني، څو چې د دې وزارت د مهاجرتي پالیسیو د تطبيق په طريقه کې اساسي بدلونونه رامنځته نشي؛ يو حالت چې کېدای شي د دې وزارت او اړوندو ادارو د بيا تړل کېدو لامل شي.
د مينيپوليس په ښار کې د مهاجرت د ادارې د مامورانو له خوا د الکس پرتي او رېنه ګوډ تر وژل کېدو وروسته، پر دې اداره فشارونه زيات شوي دي او دموکراتانو د مهاجرتي قوانينو د تطبيق پر بهير د لا زياتو محدوديتونو غوښتنه کړې ده.




