د طالبانو او ازبکستان د سرحدي چارواکو لیدنه د امنیت او سوداګرۍ په اړه ترسره شوه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال عبدالمنان حسان د ازبکستان د دولتي امنیت له مشر رستم احمدوف او د هغه له مل پلاوي سره لیدلي او د سرحدي همکاريو په اړه یې خبرې کړې دي. د دې وزارت په وینا، د دغه غونډې اصلي موضوعات د امنیت ټینګښت، د قاچاق مخنیوی او د دواړو هېوادونو د مسافرو او سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیاوو رامنځته کول وو.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د سرحدي سیمو مسافرو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه د ګډ بازار د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث کړی دی. د قاچاق د مخنیوي موضوع هم د دې لیدنې له مهمو بحثونو څخه وه.
عبدالمنان حسان په دې غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظمې او سالمې همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سرحدي پولیسو ځواکونه د امنیت د ټینګښت او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره په جدي ډول کار کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره مخکې هم د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا خبره کړې وه، خو د قاچاق او د سرحدونو مدیریت لا هم د پولو په سیمو کې له اصلي ننګونو څخه شمېرل کېږي.
په پای کې د ازبکستان پلاوي د دې لیدنې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړې، د سرحدي همکاريو د پراختیا غوښتنه یې کړې او دغه ډول خبرې اترې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتیا لپاره ګټورې بللې دي. ازبکستان د افغانستان له شمالي ګاونډیانو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لارو د سوداګریزو او ترانزیټي تبادلو په برخه کې مهم رول لري.




