مهم خبرونهنړیوال

پوتين د شوروي ځواکونو له افغانستانه وتل ‘نه هېریدونکی’ وبلل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو د اووه دېرشمې کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې وویل چې دا ورځ د مسکو په پوځي تاریخ کې یو نه هېریدونکی پړاو دی. هغه د لس کلنې جګړې یادونه وکړه او ویې ویل چې دا جګړه د شوروي اتحاد له ملي ګټو سره تړاو درلود. پوتین د هغو سرتېرو ستاینه وکړه چې د شوروي د پوځي حضور پر مهال په افغانستان کې خدمت کړی و.

د روسيې ولسمشر په دې پیغام کې د شوروي ځواکونو رول ته د جګړې په ترڅ کې اشاره وکړه او دا یې د هېواد د پوځي تاریخ یوه برخه وبلله.

خو یو شمېر پوځي شنونکي باور لري چې سره پوځ بې له موجه دلیله افغانستان ته یرغل وکړ او د لس کلنې جګړې پر مهال یې افغانانو ته درانه زیانونه واړول. د دغو شنونکو په وینا، دغه جګړه د افغانستان د خلکو او بنسټونو لپاره سخت انساني او زیربنایي زیانونه لرل.

باید وویل شي چې ۳۷ کاله وړاندې، د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶مه، د شوروي ځواکونه له شاوخوا یوې لسیزې پوځي حضور او جګړې وروسته له افغانستانه ووتل؛ دا پېښه د افغانستان د معاصر تاریخ یو مهم پړاو بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button