امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بنو کې د پولیسو د پوستې ترڅنګ چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۲ نور ټپیان کړي

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د بنو ښار د میریان د پولیسو د پوستې په څنګ کې د یوې چاودنې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د وژل شویو په منځ کې یو ماشوم هم شامل دی.

د «آج» ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پېښه د میریان د پولیسو د پوستې اړوند سیمه کې رامنځته شوې او ټپیان روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي. د ځینو ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه لا ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چې د سیمه‌ییزو سرچینو له لوري خپاره شوي، چاودېدونکي مواد په یوه موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو او چاودنه له هماغه لامله رامنځته شوې ده. له دې سره، سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې د څرنګوالي او اصلي علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت بنو ښار په هغو سیمو کې شمېرل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې د امنیتي پېښو شاهدی ورکړې ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه څو ځلې د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button