ازبکستان د افغانستان د سیمهییزو پروژو برخه ګرځولو غوښتنه کړې

د منځنۍ آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه سلا مشوره غونډه کې، یو ځل بیا د افغانستان وضعیت د سیمهییزو بحثونو اصلي محور وګرځېد.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان پر ارزښت د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره ټینګار وکړ او ویې ویل چې باید د دغه هېواد حالت ته جدي پاملرنه وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان باید له سیالې ونه ایستل شي، بلکې باید د بنسټیزو، انرژۍ او ترانسپورت ټولګټو پروژو کې فعاله ونډه ولري.
ښاغلي میرضیایف زیاته کړه چې د افغانستان ادغام په ستره سیمهییزه اجنډا کې یوه اړتیا ده، نه یو انتخاب. هغه وړاندې هم په یوه مقاله کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د کړکېچ د حل پرته د منځنۍ آسیا دوامداره سوله ناممکنه ده.
په همدې حال کې، سیاسي بنسټونه او شنونکي هم د افغانستان د نقش پر زیاتېدو په سیمهییز تعامل کې ټینګار کوي. معینگل سمکني، د سیاسي چارو شنونکی، ویلي چې منځنۍ آسیا د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لري او باید له هر فرصت څخه د همکارۍ لپاره ګټه واخیستل شي.
عبدالصادق حمیدزوی، یو بل سیاسي شنونکی، د افغانستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې دا اړیکې، په تېره له ازبکستان سره، په وروستیو کلونو کې پیاوړې شوې دي. جنت فهیم چکری، بل سیاسي شنونکی، هم یادونه کړې چې د سیمې امنیت کلید، د افغانستان ثبات دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تر اوسه د دوامدار ثبات په تامین کې بریالۍ نه ده شوې، خو د سیمې د مشرانو لخوا د افغانستان پر اقتصادي او ترانسپورتي همکاریو ټینګار ښيي چې د دې ادارې په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې بنسټیز بدلون ته اړتیا ده. نړیواله ټولنه او د افغانستان ګاونډیان باید پرلهپسې خبرداری ورکړي چې د افغانستان بېثباتي ټولې سیمې ته ګډ لګښت لري.




