له تورخم څخه هره ورځ سلګونه تر زرګونه افغانان هېواد ته راستانه کېږي

د ننګرهار ځايي سرچينې وايي، هره ورځ له څو سوه تر څو زره افغانان د تورخم له لارې هېواد ته داخلېږي. دا کسان چې ډېری یې له پاکستانه راستانه شوي، وايي د دوی د بېرته ستنېدو بهير له فشار او زوره ډک دی.
يو شمېر بېرته ستنېدونکو ويلي، په پاکستان کې د هغه هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول شوي دي. د دوی په وينا، کورونه يې نړول شوي او له دې پرته چې د بسېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي، اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.
دغه کسان د سختو اقتصادي شرايطو له يادولو سره له د طالبانو له ادارې غوښتنه کوي چې د بېرته راستانه شويو لپاره د بيړنيو مرستو، د کار زمينې او د استوګنې ځای د برابرولو زمينه برابره کړي. دوی ټينګار کوي چې که عملي ملاتړ ونه شي، د بيا ادغام بهير به له جدي ستونزو سره مخ وي.
د هېواد په ختيځ کې د تورخم تګ راتګ لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو لارو ګڼل کېږي، او په وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنېدو له اصلي نقطو څخه يو ګرځېدلی دی.




