روغتيامهم خبرونه

په تګاب کاپیسا کې د ۶۰ زره ډالرو په لګښت يو نوی روغتيايي مرکز پرانيستل شو

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ويلي چې په کاپیسا ولايت د تګاب ولسوالۍ کې يو د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکز پرانيستل شوی او اوس د دغه ولسوالۍ اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس د دوشنبې په ورځ د دلو ۲۷مه راپور ورکړی چې دغه مرکز د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

په خپاره شوي راپور کې د دې پروژې د تمويل سرچينه نه ده څرګنده شوې او معلومه نه ده چې دا پيسې کومې ادارې يا موسسې ورکړي دي. د عامه پروژو د مالي سرچينو په اړه د شفافیت نشتوالی يو له هغه مسایلو څخه دی چې تل د هېوادوالو او څارونکو بنسټونو له لوري تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د دې مرکز د فعالېدو له امله به د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکو ته لومړني روغتيايي خدمات برابر شي. تګاب د کاپیسا له هغو ولسواليو څخه ده چې يو شمېر کلي يې په لږ لرې سيمو کې موقعيت لري او د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کول هلته تل ستونزمن وو.

دا په داسې حال کې ده چې له هغه وروسته چې د ډونالډ ټرمپ تر مشرتابه لاندې د امريکا متحده ايالاتو له خوا افغانستان ته مالي مرستې ودرول شوې، په هېواد کې له ۴۰۰ څخه زيات روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي. دا حالت د زروګونو خلکو، په ځانګړي ډول د لرو پرتو سيمو د اوسېدونکو، د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته په رسېدو کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي لاهم د روغتيايي مرکزونو له کمښت، د تجهيزاتو له نشتوالي او د کارکوونکو له کمېدو شکايت کوي. تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د روغتيايي بحران د پراخېدو د مخنيوي لپاره د تمويل او د روغتيايي خدمتونو د دوام په برخه کې يو روښانه او شفاف پروګرام وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button