ټولنه‌یزمهم خبرونه

په شمال ختیځ کابل کې د جاپان په ملاتړ د اوبو رسونې شبکه جوړیږي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام (یون هېبیټات) اعلان کړی چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جائیکا) په ملاتړ د کابل په شمال ختیځو سیمو کې د اوبو رسونې یوه نوې شبکه جوړوي. دغه پروژه به له ۱۶۰ څخه زیاتو کورنیو ته هر وخت د پاکو او څښاک وړ اوبو اسانه لاسرسی برابر کړي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا پروژه د دې لپاره پيل شوې چې د سیمه ییزو اوسېدونکو د پاکو اوبو ته د لاسرسي حالت ښه کړي. تر دې وړاندې د یادو سیمو اوسېدونکي د منظمې او پاکې اوبه ترلاسه کولو له جدي ستونزو سره مخ وو.

یون هېبیټات ټینګار کړی چې اوبه د روغتیا، حفظ‌الصحې او ښاري ژوند د دوام لپاره اساسي رول لري، او د معیار لرونکو اوبو رسونې زیربناوو برابرول کولای شي د کورنیو د ژوند سطحه لوړه کړي.

جاپان د جائیکا له لارې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له پرمختيايي او بشري پروژو ملاتړ کړی دی. د اوبو رسونې دا شبکه د کابل ښار د بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د دغو هڅو یوه برخه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button