امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کندز کې د طالبانو پر موټر برید؛ دوه طالبان وژل شوي او یو ټپي دی

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، د يکشنبې په ماښام د دلوې ۲۶مه، يو پوځي موټر چې د طالبانو ادارې پورې تړاو لري، د کندز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په څلوردرې سړک کې د برید هدف ګرځېدلی دی. د دې جبهې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د طالبانو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د دې ډلې په وينا، برید شاوخوا د ماښام په شپږو بجو ترسره شوی دی. تر دې دمه د طالبانو اداره په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

کندز د هېواد په شمال ختيځه سیمه کې له هغو ولايتونو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې په ځلونو د وسلوالو نښتو او هدفمند بريدونو شاهد پاتې شوی دی. د دغسې پېښو دوام د دې ولايت د امنيتي وضعيت او د طالبانو ادارې د خلکو د خونديتوب د توان اړوند اندېښنې زياتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button