اسراییلي رسنۍ د لوېديځې غاړې لپاره د پوځي طرحې د تيارۍ خبر ورکړی

د اسراییلو د شبکې ۱۴ تلویزیوني راپور له مخې، په تلاویو کې سیاسي کړۍ د لوېديځې غاړې پر ضد د يوې پراخې پوځي طرحې د جوړولو په حال کې دي، چې له روژې مياشتې سره په نېږدې کېدو دا هڅې نوره هم چټکې شوي دي.
د راپور له مخې، د اسراییلو د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، پوځ او د دې هېواد د کورني امنیت ادارې (شاباک) ته لارښوونه کړې چې د بېلابېلو سناريوګانو لپاره – چې پکې د لوېديځې غاړې په ټولو برخو کې د نښتو د پراخېدو احتمال هم شامل دی – بشپړه چمتووالی ولري.
راپور زیاتوي چې د اسراییلو پوځ د فلسطیني بریدونو د احتمال تر پلمه ځان د ځمکنيو او هوايي حملو د ترسره کولو لپاره تیاروي. ویل کېږي چې په دغو چمتووالي کې د جنګي الوتکو او ټانکونو کارونه هم شامله ده.
دغه خوځښتونه په داسې حال کې راپور ته رسېدلي چې د تېر کال په اوږدو کې د لوېديځې غاړې په شمالي برخو کې د فلسطیني کډوالو پر کمپونو پراخ نظامي عملیات ترسره شوي وو؛ هغه عملیات چې د زېربناوو د ویجاړۍ او د یو شمېر اوسېدونکو د بېځایه کېدو لامل شول.
لوېديځه غاړه د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د شخړې له اصلي سیمو څخه شمېرل کېږي او د دې سیمې د پوځي عملیاتو هر ډول زیاتوالی کولای شي پراخ امنیتي او بشري اغېزونه ولري.




