سياستمهم خبرونه

ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان او ایران اړیکې ښه شوې او سوداګري به نوره هم زیاته شي

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، ویلي چې د افغانستان او ایران اړیکې په وروستیو میاشتو کې ښه شوې دي او په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د دوو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې کچې د لوړېدو لپاره طرحې هم شته.

د مجاهد په وینا، دا مهال د کابل او تهران تر منځ «لویه اندېښنه» نه ‌شته او هغه ځواکونه چې د ګډو پولو په اوږدو کې ځای پر ځای دي، له یو بل سره ښه همغږي لري. افغانستان او ایران له ۹۰۰ کیلومتره زیاته ګډه پوله لري، او د پولو مسایل تل د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم محور پاتې شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه یو بل ته متقابل درناوی لري او اړیکې یې په مثبت لوري روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې کله ناکله د ګډو پولو په ځینو لارو کې د ترینګلتیا راپورونه ورکړل شوي وو.

مجاهد په یوه راډیويي مرکه کې ویلي چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوسني سوداګرۍ حجم شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته رسېږي، خو پلان شته چې دا اندازه لس میلیاردو ډالرو ته لوړه شي. د هغه په وینا، د دې هدف لپاره ځانګړي پروګرامونه طرحه شوي او د عملي کولو بهیر یې پیل شوی دی.

خو سره له دې، د طالبانو حکومت تر اوسه د یادو پروګرامونو د عملي کولو څرنګوالي، مهال‌ویش او تضمینونو په اړه مشخص جزییات نه دي څرګند کړي. د اقتصادي شفافیت نشتوالی او د دقیقو شمېرونو نه وړاندې کول، تل د هېواد دننه د اقتصادي فعالانو او شنونکو له خوا یو له مهمو نیوکو څخه ګڼل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button