په غزه کې شل زره ناروغان د وتلو په انتظار؛ د رفح د دايمي پرانستنې غوښتنه وشوه

د غزې د روغتيا وزارت ويلي، شاوخوا شل زره ناروغان او ټپيان په دې سيمه کې د عاجلې درملنې لپاره د وتلو اړتيا لري او د رفح د محدودې پرانستنې لړۍ د اوسني وضعیت د حل لپاره کافي نه ده. دغه وزارت غوښتنه کړې چې دا لاره باید په دوامداره او منظم ډول پرانيستل شي څو د ناروغانو د انتقال بهير بې له ځنډ او محدوديته ترسره شي.
په اعلاميه کې راغلي چې د غزې انساني بحران د رفح د تپا تې فعاليتونو سره برابري نه لري او ناروغان په سختو شرايطو کې د درملنې مرکزونو ته د انتقال انتظار باسي. رفح د غزې او مصر تر منځ پر پوله موقعيت لري او د ملکي تګ راتګ او بشري مرستو د انتقال يوه مهمه لاره بلل کېږي.
له دې غوښتنو سره هممهاله، د غزې په نوار کې امنيتي حالت هم خراب شوی دی. د غزې د ملکي دفاع وياند محمود بصل ويلي، د يکشنبې له سهاره تر د دې راپور د خپرېدو پورې، د اسرایيلو د پوځي حملو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د ژغورنې ډلې لا هم بوختې دي چې ټپيان او د قربانیانو جسدونه له خاورو او نړيدلو ودانيو راوباسي. بصل خبرداری ورکړی چې د استوګنې سيمو پر دوامداره بمباريو سره د تلفاتو د زياتېدو احتمال شته او د مرستو رسولو عمليات هم له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
په يو بل پېښه کې، د اسرایيلو بېپیلوټه الوتکې د غزې په شمال کې د بيت لاهيا پر اوسېدونکو ډزې کړې چې له امله يې يو تن وژل شوی او څو تنه نور ټپيان شوي دي. دا پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې روغتيايي او بشري ادارې د انساني بحران د لا پسې پراختيا او د روغتيايي خدمتونو د محدود لاسرسي په اړه خبرداری ورکوي.




