ملا فاضل مظلوم د طالبانو د ترانسپورت او هوانوردۍ وزير وټاکل شو

د طالبانو د ادارې وياند ذبيحالله مجاهد اعلان کړی چې ملا فاضل مظلوم د ترانسپورت او هوانوردۍ د وزير په توګه ټاکل شوی او ملا حميدالله آخندزاده، چې پخوا د دغه وزارت وزير و، د دفاع وزارت مرستيال ټاکل شوی دی. د مجاهد په وينا، دا بدلونونه د طالبانو د مشر ملا هبتالله آخندزاده په لارښوونه ترسره شوي دي.
مجاهد په خپل ایکس پاڼه کې ليکلي چې دا بدلونونه د طالبانو د ادارې د داخلي جوړښت په چوکاټ کې شوي دي. د طالبانو اداره تر اوسه د دغو بدلونونو د مشخص دليل په اړه کومه څرګنده روښانه کړې نه ده؛ هغه موضوع چې همېشه د دې ادارې د لويو پرېکړو د نه شفافيت له امله له انتقادونو سره مخ ده.
ملا فاضل مظلوم د طالبانو له پېژندل شوو څېرو څخه دی چې د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې، يو مهم قوماندان بلل کېده. هغه وروسته له دې چې د طالبانو واکمني نسکوره شوه، د عبدالرشيد دوستم د ځواکونو له خوا ونيول شو او وروسته د ګوانتانامو زندان ته يوړل شو.
نوموړی له کلونو بند وروسته د بنديانو د تبادلې پر مهال آزاد شو. ملا فاضل له آزادېدو وروسته د طالبانو د خبرې اترې د پلاوي غړی و او په هغو خبرو کې برخه لرله چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې تړون د لاسليک لامل شوې؛ هغه تړون چې د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو زمينه يې برابره کړه.
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې بيا پر افغانستان واکمن شول، ملا فاضل د دفاع وزارت مرستيال وټاکل شو، خو اوس د نوي حکم له مخې د ترانسپورت او هوانوردۍ د وزير په توګه دنده ترسره کوي.




