اصف دراني: د افغانستان ثبات بې له عملي ګامونو ناشونی دی

د پاکستان د پخواني استازي د افغانستان په چارو کې، اصف دراني ويلي چې د افغانستان ثبات د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره بنسټيز اهميت لري او دا ثبات يوازې د لفظي ډاډ له لارې نهشي تأمينېدلی، بلکې د وسلوالو ډلو پر ضد عملي اقداماتو او څو اړخيزې دوامدارې څارنې ته اړتيا لري.
نوموړي په ټولنيزه شبکه (اکس) کې په يو پيغام کې ټينګار کړی چې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره بايد مشخص او عملي ګامونه پورته شي. د هغه په وينا، د افغانستان وضعيت د سيمې د هېوادونو پر امنيت مستقيم اغېز لري.
دراني يو ځل بيا ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان او ځينو نورو هېوادونو ته امنيتي ګواښونه متوجه دي؛ دا هغه ادعا ده چې تر دې مخکې هم د پاکستاني چارواکو له خوا شوې ده.
طالبانيو اداره بيا په ځلونو دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخيستل شي. خو د دغو اندېښنو دوام ښيي چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې د سيمې د هېوادونو باور په بشپړ ډول د امنيتي ګواښونو د کنټرول په برخه کې تر لاسه کړي؛ هغه موضوع چې کولای شي د افغانستان پر سياسي او اقتصادي اړيکو له ګاونډيانو سره اغېز ولري.




