په جوزجان کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷۳ تنه نيول شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د جوزجان امنيه قوماندانۍ ويلي دي چې په تېرو دوو مياشتو کې يې ۱۷۳ تنه د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نيولي دي. د دې ادارې په وينا، نيول شويو کسانو په ټوليز ډول په ۹۴ بېلابېلو قضيو کې د قتل، غلا او نورو جرمونو په تور تورن دي.
د قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان وروسته له دې ونيول شول چې د هغوی قضيې ثبت او لومړنۍ ارزونه يې وشوه. خو تر اوسه د نيول شويو کسانو د پېژندګلوۍ، د دوسيو د څېړنې د څرنګوالي او د هغوی د قضايي برخليک په اړه جزييات نه دي ورکړل شوي.
جوزجان د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې د يو شمېر جلا جلا جنايي پېښو شاهد پاتې شوی. د طالبانو تر ادارې لاندې عدلي او قضايي بنسټونو له دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو د څو کسانو د نيولو راپورونه ورکړي، خو تل د قضيو د څېړنې د بهير د شفافيت، د تورنو کسانو د مدافع وکيل ته د لاسرسي او د هغوی د قانوني حقونو د تضمين په اړه اندېښنې شته.
حقوقي کارپوهان ټينګار کوي چې د امنيت ټينګښت بايد د عادلانه قضايي بهير او د تورنو کسانو د حقونو له رعايت سره يو ځای ترسره شي؛ هغه موضوع چې تمه کېږي د طالبانو د ادارې مسوولان په جوزجان کې پرې روښانه توضيحات وړاندې کړي.




