د طالبانو د استخباراتو د قوماندان پورې تړلې د خوړو سیالۍ ویډیو غبرګونونه راپارولي

هغه ویډیو چې تازه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، د طالبانو د ادارې یو شمېر غړي ښيي چې له یو شمېر بهرنیو نارینه او ښځینه ګرځندویانو سره د خوړو په یوه سیالۍ کې برخه اخلي. ویل کېږي چې د ګډون کوونکو په منځ کې د طالبانو د استخباراتو یو قوماندان هم شتون لري. د ویډیو د ثبت دقیق وخت او ځای تر اوسه نهدی څرګند شوی.
په انځورونو کې لیدل کېږي چې دغه کسان په یوه خوراکخونه کې سره راټول شوي، له خندا او ټوکو سره یوځای په سیالۍ بڼه خواړه خوري. د دې ناستې فضا او د ګډونوالو چلند د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پراخې نیوکې او غبرګونونه راپارولي دي.
منتقدان وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان وګړي له سختو اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي، د طالبانو د ادارې د غړو له خوا د دا ډول صحنو خپرول د پوښتنې وړ دي. هغوی ټینګار کوي چې د دغې ادارې چارواکي باید په خپلو عامه اړیکو او کړنو کې لا ډېر مسوولانه عمل وکړي.
له دې وړاندې هم د طالبانو د ځینو جنګیالیو او غړو له خوا د بهرنیو ګرځندویانو، په ځانګړي ډول ښځو، سره د چلند ویډیوګانې خپرې شوې وې چې منفي غبرګونونه یې راپارولي وو. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د تازه خپرې شوې ویډیو په اړه رسمي څرګندونې نهدي کړې.




