د جفري اپستين شبکه د افريقا په يو شمېر هېوادونو کې پراخه شوې ده

د فرانسې رسنيو راپور ورکړی چې د جفري اپستين، د امريکا پېژندل شوي جنسي مجرم او قاچاقبر، نښې په يو شمېر افریقايي هېوادونو کې هم ليدل شوي دي. د «لو موند» او «فګارو» ورځپاڼو د معلوماتو له مخې، اپستين په دې قاره کې د خپلو فعالیتونو د پراخېدو لپاره له ولسمشرانو، وزيرانو او منځګړيو په استفادې يو پېچلی شبکه جوړه کړې وه.
د اپستين اړونده اسناد ښيي چې د سینیګال د پخواني ولسمشر عبدالله واد زوی، کريم واد، نوم لږ تر لږه ۵۰۰ ځله تکرار شوی دی. فرانسوي رسنيو هغه د اپستين له مهمو نفوذي کسانو څخه يو بللی دی چې په افريقا کې يې د ده مرسته کړې ده.
په عاج ساحل (ساحل عاج) کې هم د دغه هېواد د ولسمشر وراره «وينينا کيټا» د اپستين د اړیکې د کړۍ يو مهم غړی معرفي شوی دی، چې د رسمي غونډو د تنظيم، د امنيتي امتیازونو د ترلاسه کولو او د اسراییلي څارنيزو سيستمونو د خرڅلاو تړونونو په امضا کې يې رول درلود. په اړوندو پيغامونو کې همدارنګه د تر ۲۵ کلونو کم عمره نجونو د قاچاق موضوع ته اشاره شوې ده.
راپورونه وايي، اپستين مخکې هڅه کړې وه چې د فرانسې د پخواني د فرهنګ وزير په منځګړيتوب په مراکش کې يوه ماڼۍ وپېري. ده همدارنګه د اصطلاحاً خيريه فعاليتونو په ترسره کولو سره هڅه کوله چې په افريقا کې خپله څېره ښه څرګنده کړي. اپستين په ۲۰۰۲ کال کې د امريکا له پخواني ولسمشر بيل کلينټن سره يو ځای افريقا ته سفر کړی و.




