په مسکو کې د افغانستان او ترکیې سفیرانو د همکاریو پر پراخولو بحث وکړ

د طالبانو د ادارې سفیر په روسیې فدراسیون کې له د ترکیې له سفیر سره په مسکو کې وکتل او دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لارو چارو په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې پر دې ټینګار وشو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لا پیاوړې شي.
د افغانستان د سفارت د اعلامیې له مخې په مسکو کې، مولوي ګل حسن حسن او تنجو بلګیچ د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې د صادریدو د اسانتیا موضوع هم وڅېړله. دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې د افغان وګړو د تګ او راتګ لپاره نورې اسانتیاوې برابرې شي.
په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو د پایداره اړیکو د ساتنې او د دیپلماتیکو استازولیو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي موضوع هم تر بحث لاندې ونیول شوه. د افغانستان او ترکیې سفیرانو هوکړه وکړه چې په مسکو کې به د دواړو سفارتونو ترمنځ منظمې ناستې دوام ومومي.
ترکیه په وروستیو کلونو کې د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره یو له مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي، او د ویزې موضوع تل د دواړو هیوادونو د اړیکو له مهمو بحثونو څخه وه.




